برگشت به صفحهٔ نخست
جدید موسیقی بهاند ۲۰.۰۷.۲۰۲۶ ۱۴ بازدید ۰ نظرها

د موسیقي «پولار» جایزې گټل، د افغانانو ستر ویاړ

نظرها
د موسیقي «پولار» جایزې گټل،  د افغانانو ستر ویاړ

 

د افغانستان موسیقۍ انستـیتـوتله خوا د «پولار» جایزې گټل، د افغانستان له پاره په ملي او نړیواله کچه یوه داسې بریا او سر لوړي ده، چې لږ ملتونه یې تر لاسه کولای شي.

 

پر افغانستان باندې د جگړې د سونامي په پایله کې زموږ د ټولنې هیڅ برخه هم د دې سونامي له ورانونکو منفي تاثیراتو خوندي پاتې نه شوه.

د ټولنیز ژوند هره برخه یې داسې وځپله چې بیرته په پښو درول یې ډیرو ته ناشوني ښکاریدل، خو په ډیری برخو کې افغانانو وکولای شول په خورا زحمت سره هغه برخې ورغوي، په پښو یې ودروي او په ځینو برخو کې تر دې بریده چې په نړیواله کچه یې د نړۍ د سیالانو په منځ کې د بریالیتوب لوړو پوړیو ته جگه کړي او د لومړیتوب بیرغ یې په ټوله نړۍ کې ورپوي.

د افغانستان د هنرونو په برخه کې د موسیقي څانگه له هغو څانګو نه یوه ده چې د خپلو پرله پسې بریاوو په پایله کې یې دا وار ته د «پولار» جایزه گټلې ده.

د پولار جایزه، د نوبل جایزې معادل گڼل کیږي. د دې جایزې په گټلو سره افغانانو نړیوالو ته وښوده چې دوی د جنگ خلک نه دي، جگړه ورباندې تپل شوې ده، دوی په علومو او هنرونو کې هم د ډگر قهرمانان کېدای شي، خو په دې شرط چې ځینې مغرض تور لاسونه یې تر ستوني ونه نیسي.

د افغانانو د دې بریا راپور د ۲۰۱۸ کال د جون پر څوارلسمه خپور شو او ځینې نړیوال یې داسې هک پک کړل چې ورته د نه منلو وړ وه چې د یوه جگړه ځپلي هیواد وگړي دې وکولای شي چې داسې یوې سترې بریا ته لاسرسی پیدا کړي.

د دې بریا په باب د یوه رپوټپه یوې برخې کې داسې راغلي دي:

«د افغانستان موسیقۍ انسټیټوټ او د امریکا متالیکا په نوم موسیقۍ ډلې له سویډنه د "پولار" په نوم د موسیقۍ تر ټولو لویه جایزه ګټلې ده.

سویډن هر کال د پولار جایزه د نورو هېوادونو تر ټولو ښې موسیقۍ ته ډالۍ کوي.

د موسیقۍ دا جایزه، چې یو میلیون "کرون " یا ۱۳۰ زره ډالره ارزښت لري، د روان ۲۰۱۸ کال د جون ۱۴مه به د سویډن پاچا کارل ګوستاف په حضور کې د جایزې د دوو ګټونکو هېوادونو استازو ته ور کول کېږي.

د پولار د بنسټ په خبرپانه کې راغلي چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ ته دا جایزه د دې لپاره ورکړل شوې چې هغوی موسیقي د ځوانانو د ژوند د بدلون لپاره کاروي.

هر کال پولار له موسیقۍ نه د درناوي او د دې لپاره چې د موسیقۍ ترمنځ سرحدونه له منځه یوسي، دوې جایزې ورکوي...»

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ د آرکستر له لوري یو وار د استاد اولمیر یوه تلپاتې سندره (دا زموږ زیبا وطن...)چې ما ته د ملي سرود تر پوړۍ پورې ارزښت لري، په جرمني کې د یوې ښکلې او لوړې په ډول اجرا شوه او د موسیقي «پولار» جایزې د محفل په پار یو ځل بیا دا ملي سندره د «Loreenـ لوریینا» نومې سندر غاړې په غږ کې شوه:

 

»Loreen sjunger den afghanska sången "Da Zamong Zeba Watan" på originalspråket pashto under prisutdelningen av Polar Music Prize... «

 

د افغانستان له پاره د دې ویاړ او سر لوړۍ په ګټولو کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستـیتـوټ ټول غړي، له مشر ښاغلي ډوکتور احمد ناصر سرمست نه نیولې، بیا تر کشري غړي پورې یې ونډه لري. دوی د افغانانو له پاره او د افغانستان له پاره ویاړ وگاټه. موږ هم پر دوی او د دوی پر دې کار باندې ویاړو.

د آسیا په وچه کې افغانستان دویم هېواد دی چې د «پولار» جایزه یې وگټله، له افغانستان نه مخکې په ۱۹۹۸ کال کې د هند له پاره دا جایزه، د هندوستان د موسیقۍ یو سرلاري استاد راوي شنکر گټلې وه.

په نړیواله کچه د افغانانو دې او دې ته ورته بریاوو وښودله چې افغانان جگړه نه، بلکې علم او هنر غواړي، ژوند او د ژوند ثمر غواړي.

 

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت مشر، د سویدن له بادشا نه د «پولار» جایزه تر لاسه کوي.

 

د علم پر لوري زموږ د ټولنې او خلکو د خوځیدو،

د هنرونو د غوړیدو او نورو دې ته ورته بریاوو په هیله!

نظرها

۰ نظرها
لطفاً محترمانه و مسئولانه نظر بدهید. از توهین و بی‌احترامی خودداری کنید – دیدگاه‌های سازنده مورد استقبال است.
برای نوشتن نظر باید وارد شوید.
پس از ورود، دوباره به همین بخش برمی‌گردید.
لیست نظرها
هنوز نظری ثبت نشده.